د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو درېیمه ناسته وکړه
1 جدی 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت درېیمه ناسته د یادو ادارو د با صلاحیته استازو په ګډون، د دغه معینیت د غونډو په تالار کې وشوه. د ناستې په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه د ادارو ترمنځ پر همغږۍ او مراجعینو ته د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. ورپسې د تېرې ناستې د پرېکړې پر تعقیب، مراجعینو ته د اسانتیا په موخه د اړینو معلوماتي لاښودونو د چاپ او نصبولو او د ګمرکونو او عوایدو په معینیت کې د ترسره شويو اجراآتو په تړاو معلوماتي پریزینټېشن وړاندې شو؛ ترڅو اقتصادي وزارتونه او ادارې د بېلګې په توګه ګټه ترې واخلي او له مخې یې په اړوندو ادارو کې ورته لارښودونه چمتو کړي. همداراز په دې ناسته کې د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي ریاست او د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند پر ځینو ستونزو بحث وشو، چې تخنیکي هیئت ته یې د حلولو مسئولیت ور وسپارل شو. په پای کې د اړوندو چارو د لا ښه والي په موخه د ناستې ګډونوالو خپل نظرونه، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل او ناسته د خیر په دعا ویلو سره پای ته ورسېده.