د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

Untitled.jpg

27 قوس 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې د (۷۸،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. یاد هنګرونه، چې په معیاري ډول جوړ شوي دي، هر یو هنګر یې په یوه وخت کې د شاوخوا (۸۰۰۰) میټریک ټنه توکو د ځایولو ظرفیت لري. د دې هنګرونو په جوړېدو سره، د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کې سوداګرو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې. د دې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل شوی او چارې یې هم د یوه افغاني شرکت له لوري بشپړې شوې. د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت د هیواد د ګمرکونو عصري کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې پخوا هم بېلابېلې پراختیایي پروژې پلي کړي او ځینې یې د پلي کېدو په حال کې دي.