د ګمرکونو لوی رئیس نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ!
26 قوس 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چې نیمروز او فراه ولایتونو ته په رسمي سفر تللی و هلته ته یی د یادو ولایتونو له والیانو سره د لیدنې تر څنګ له یو شمېر سوداګرو سره هم په جلا ډول وکتل.
د نیمروز او فراه ولایتونو له والیانو سره په لیدنه کې دواړو لوریو سوداګرو ته د لا اسانتیا پر رامنځته کېدو، د ګمرکي پروسو پر ساده کولو، په ګمرکونو کې د کاري وخت پر زیاتوالي، هیواد ته د معیاري او کیفیت لرونکو موادو پر واردولو، د قاچاقي توکو پر مخنیوي او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
همدا شان د ګمرکونو لوی رئیس د نیمروز او فراه ولایتونو له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې د دوی شته ستونزې واورېدې، چې د ژر حل کېدو ډاډ یې ورکړ.
د ګمرکونو لوی رئیس په دې سفر کې د یادو ګمرکونو له چارو څخه د لیدنې تر څنګ مسؤلینو او کارکوونکو ته په اړوندو برخو کې اړینې سپارښتنې هم وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس د ګمرکونو له چارو څخه د ارزونې او له نږدې څخه د سوداګرو ستونزو د اورېدو په موخه بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي، چې د رسمي سفرونو دا لړۍ به په راتلونکي کې دوام ولري.