د ګمرکونو لوی رییس هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ
21 قوس 1404
د ګمرکونو لوی رییس الحاج مولوي محمد حامد احمد چې هرات ولایت ته په رسمي سفر تللی هلته ته يې د هرات له والي نور احمد اسلام جار او د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره په جلاجلا ډول وکتل.
د هرات له والي سره په لیدنه کې دواړو لوریو د هرات په ګمرک کې سوداګرو ته د لا اسانتیاو په برابرولو، د قاچاقي لارو په بندیدو، د ګمرکي طی مراحلو پر برخه په لا اسانتیاو، په ګمرک کې د کاري وخت په زیاتولو او یو نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همدا شان د ګمرکونو لوی رییس د هرات ولایت له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې د دوی شته ستونزې واوریدې چې د ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی رییس د ګمرکونو له چارو څخه د ارزونې او له نږدې څخه د سوداګرو ستونزو د اوریدو په موخه بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي چې دا لړۍ به همداسې دوام ورلري.