د هیواد د سوداګریزو بندرونو د عصري کولو شرطپاڼه لاسلیک شوه
16 قوس 1404
د ماليي وزارت او ډي پي ورلډ شركت ترمنځ د هیواد د سوداګریزو بندرونو د عصري کولو او تجهیزولو شرطپاڼه د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د یاد شرکت د مسئول ناصرعبدالله له لوري د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې لاسلیک شوه.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مفتي عبدالله عزام، د ډي پي ورلډ شرکت مسئول ناصرعبدالله او د اړوندو ادارو یو شمېر مسئولینو ګډون کړی وو.
د ګمرکونو او عوایدو معین په خپلو خبرو کې وویل: د مالیې وزارت تل هڅه کړې ده، چې د هیواد په بندرونو کې سوداګرو او صنعتکارانو ته په معیار برابر خدمتونه په ټاکلي وخت وړاندې کړي؛ ترڅو د دوی مالونه خوندي او د وارداتو او صادراتو له پاره اړینې اسانتیاوې رامنځته شي. پردې سربېره د هیواد په اکثرو بندرونو کې ګڼې پراختیایي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې له هغې جملې به نن د یوې بلې سترې او حیاتي پروژې شرطپاڼه، چې د هیواد د بندرونو عصري کول دي، د نړۍ له معتبر او نامتو شرکت (ډي پي ورلډ) سره لاسلیک شي.
ښاغلي سعید د خپلو خبرو په پای کې له یاد شرکت څخه وغوښتل، چې له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې دغه چارې پر نړیوال معیار پای ته ورسوي او موږ ورسره په یاده برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو یو.
د یادونې وړ ده، چې د دې شرطپاڼې پر بنسټ به په لومړي پړاو كې د افغانستان او ازبكستان ترمنځ د حيرتان بندر او په دوهم پړاو كې به د افغانستان او پاكستان د فرضي كرښې پر سر د تورخم بندر په عصري وسايلو سمبال او زېربنايي چارې به یې له نړیوالو معيارونو سره سمې عيارې شي، چې وروسته به بیا دا لړۍ د هيواد نورو لوژيستیکي لیکو، اقتصادي زونونو او ملي پروژو ته پراختیا ومومي.