د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو دوهمه ناسته وکړه!

معينيت تعمير.jpeg

13 قوس 1404

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت ټاکل شوی، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ یې د یاد هیئت دوهمه ناسته د اقتصادي وزارتونو او ادارو د با صلاحیته استازو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په تالار کې وشوه. په پیل کې د تخنیکي هیئت د کړنو هغه راپور ګډونوالو ته وړاندې شو، چې د څار هیئت په لومړنۍ ناسته کې یې مشري د ګمرکونو او عوایدو معینیت ستر سلاکار محمد موسی عمر ته سپارل شوې وه او راپور هم د ګډونوالو له لوري مثبت وارزول شو. ور پسې په اړوندو ادارو کې هیوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د کار ځنډونې د مخنیوي پر لارو چارو، له ګډ تخینکي هیئت سره پر همکارۍ، مراجعینو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه په ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو کې د معلوماتو څانګې فعالولو او اړینو لاښودونو د چاپ او نصبولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.