د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې نږدې ۱۰۰ ټنه قاچاقي او بې کیفیته تېل له منځه یوړل شول!
8 قوس 1404
د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې شاوخوا (۱۰۰) ټنه قاچاقي او بې کیفیته پټرول او ډیزل تېل ناکاره وښوودل شول او د محکمې د حکم له مخې د اړوندو با صلاحیته ادارو د استازو په حضور کې له منځه یوړل شول.
دغه تېل، چې په بېلابېلو وختونو کې د قاچاق کوونکو له لوري په سوداګریزو موټرونو کې په پټه افغانستان ته راوړل کېدل، د ګمرکي مسئولینو له لوري نیول شوي او له لابراتواري معاینې او تحلیل وروسته یې د له منځه وړلو پرېکړه وشوه.
د یادونې وړ ده، چې د هیواد په ګمرکونو کې ټول سوداګریز توکي په دقیق ډول کتل کېږي او هیڅ چا ته اجازه نه ور کول کېږي، چې بې کیفیته او ممنوعه توکي وارد او یا هم صادر کړي.