د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کې د څلور بابه هنګرونو د جوړولو چارې (۷۰) سلنه بشپړې شوي دي!

FARAH CONSTRUCTION.jpeg

2 قوس 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د فراه ولایت د ابونصر فراهي په ګمرک کې د (۷۱.۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړولو چارې دوام لري، چې تر دې دمه یې (۷۰) سلنه رغونه بشپړه شوې ده.
یاد هر یو هنګر به په یوه وخت کې د (۵۰۰۰) میټریک ټنه توکو د ځایولو ظرفیت ولري، چې په جوړېدو سره به یې د توکو د خوندي ساتلو په برخه کې سوداګرو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو هنګرونو د جوړولو پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ور کول کېږي او چارې یې د یوه افغاني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي.