په تېرو دو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې (۱۵۲) ټنه قاچاقي توکي نیول شوي دي
27 عقرب 1404
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دو اوونیو کې د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې (۱۵۱.۷) ټنه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي.
په دې نیول شویو توکو کې (۵۸۴۷۱) کیلو ګرامه کیلې، (۳۷۱۵۷) کیلو ګرامه لیمو، (۱۸۸۲۹) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۹۵۸۳) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۵۲۹۰) کیلو ګرامه رخت باب، (۴۹۸۰) کیلو ګرامه چرګوړي (چیچان)، (۴۳۷۵) کیلو ګرامه د پنیر پوډر، (۱۰۰۰) کیلو ګرامه طبي کریم، (۴۸۰۰) کیلو ګرامه ګوړه، (۷۲۰) کیلو ګرامه د وچې میوې د بسته بندۍ پلاستیک، (۵۳۸) کیلو ګرامه لوبیا، (۷۹۷) کیلو ګرامه نوی البسه، (۱۸۰۰) کیلو ګرامه صابون، (۳۰۰) کیلو ګرامه شیریني باب، (۲۸۰) کیلو ګرامه وریجې، (۲۵۷) کیلو ګرامه خُرما، (۹۱۰) کیلو ګرامه ملایی، (۲۷۰) کیلو ګرامه هګۍ، (۷۱۸) کیلو ګرامه رُب، (۱۱۵) کیلو ګرامه د چلم میوه، (۱۹۰) کیلو ګرامه دال، (۱۱۰) کیلو ګرامه غوړي، (۵۱) کیلو ګرامه بنجاره باب، (۴۲) کیلو ګرامه د کرکټ توپونه، (۳۰) کیلو ګرامه د کبانو غوښه، (۷۰) کیلو ګرامه لیلامي بوټونه، (۴۰) کیلو ګرامه بسکوټ او (۲۴) کیلو ګرامه د موټر پرزې شاملې دي.
نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.