Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د مالیې وزیر د سوداګرۍ او پانګوني خونې له مسئولینو او د درملو را واردوونکو سوداګرو سره وکتل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د مالیې وزیر د سوداګرۍ او پانګوني خونې له مسئولینو او د درملو را واردوونکو سوداګرو سره وکتل

G5pHCKIasAAUxZ5.jpeg

25 عقرب 1404

 د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونې د مدیره پلاوي له غړي خان جان الکوزي او هیواد ته د درملو را واردوونکو یو شمېر سوداګرو سره وکتل. په دې کتنه کې د پاکستان پر ځای پر بدیلو سوداګریزو لارو، له بدیلو لارو څخه د راواردېدونکو درملو له پاره په ګمرکي اسانتیاوو او د سوداګرو پر احتمالي ستونزو خبرې وشوې. د هیواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولینو او د درملو را واردوونکو سوداګرو، په ګمرکونو کې رامنځته شوي اسانتیاوې وستایلې او له بدیلو لارو څخه د سوداګریزو اموالو د پړاوونو ترسره کولو په برخه کې یې د لا ډېرو اسانتیاوو او همکاریو غوښتنه وکړه. د مالیې وزیر د هیواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولینو او د درملو راواردوونکو سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې د تل په څېر به د دوی ملاتړ کوي او په اړوندو برخو کې به اسانتیاوې نورې هم زیاتې کړي او احتمالي ستونزې به یې پر وخت ور حل کوي.