د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې یوه اندازه تاریخ تېر خوراکي او غیر مجاز توکي وسوځول شول
22 عقرب 1404
د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۲۱.۴) ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر مجاز توکي، چې د یاد ګمرک په هنګرونو کې یې شتون درلود. د اړوندو ادارو د با صلاحیته استازو په حضور کې وسوځول شول. د یادولو ده، چې د دغو توکو یوه اندازه یې په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل شوي ول او یوه اندازه یې له بهرنیو هیوادونو څخه تاریخ تېر را وارد شوي ول، چې د ګمرک په هنګرونو کې ساتل کېدل.