په هیواد کې د سوداګریزو چارو د چټکتیا په موخه په ګمرکونو کې د رسم ارضیې وختونه را کم شول
26 عقرب 1404
د مالیې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ په هیواد کې د سوداګریزو چارو د چټکتیا، د سوداګرو ستونزو د کمولو او د ګمرکي پروسو د معیاري کولو په موخه په ګمرکونو کې د رسم ارضیې وختونه را کم شول.
د دې پرېکړې له مخې هغه توکي، چې په ګمرکونو کې ټي یک (د کورني ټرانزیټ فورم) نه اخلي او اظهارلیک ور ته ترتیبېږي د دخولي دروازې د انیکس سیسټم له ثبت څخه د خروجي پاڼې تر چاپ پورې (۱۵) کاري ورځې وخت ور کول شوی. هغه توکي چې په ګمرکونو کې (T1) اخلي د سرحدي ګمرک د دخولي دروازې د انیکس سیسټم له ثبت څخه د محصولي ګمرک د خروجي پاڼې تر چاپ پورې (۲۰) کاري ورځې وخت ور کول شوی دی.
همداشان د دې پرېکړې له مخې هغه محمولې، چې طی مراحل او خروجي برګه یې چاپ شوې وي (۵) کاري ورځې وخت ورکول شوی. د ذکر شویو ورځو له تېرېدو څخه وروسته یاد اموال د رسم ارضیې تابع ګرځي.
له دې وړاندې د انیکس سیسټم له ثبت څخه د خروجي پاڼې (برګې) تر چاپ پورې په سرحدي او محصولي ګمرکونو کې (۳۰) کاري ورځې وخت ور ته ټاکل شوی وو او هغه محمولې، چې طی مراحل او خروجي پاڼې یې چاپ شوي وې (۱۰) کاري ورځې یې وخت درلود.
د یادونې وړ ده، هغه توکي چې له پورته ذکر شویو ورځو څخه زیات د ګمرکونو په ګدامونو کې پاتې شي له محصولي سوداګریزو توکو څخه د هرې ورځې په تېرېدو سره د ګمرکي محصول (۰.۵) سلنه او د معافي توکو له ګمرکي ارزښت څخه (۰.۰۵) سلنه پیسې د رسم ارضيې په نوم ترې اخیستل کېږي.