د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه!

معينيت تعمير.jpeg

14 عقرب 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د  (۱۴۴۷ هـ.ق( کال د همغږۍ پنځمه ناسته د اړوندو ریاستونو د مسؤلینو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو او عوایدو معینیت په اړوندو ریاستونو کې د اور وژنې سیسټم پر جوړولو، مراجعینو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه په یاد معینیت کې د معلوماتو د ورکولو څانګې پر پرانیستلو، د ولایتي ګمرکونو له پاره د کوچنیو سکېنرونو پر پېرلو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
همداراز، د ګمرکونو او عوایدو معین په ټولو اړوندو ریاستونو کې په ځانګړي ډول د عوایدو لوی ریاست د بررسۍ او د عوایدو د مرکزي زون په ریاستونو کې مراجعینو ته د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او په اړه یې مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناستې هره میاشت کېږي؛ څو ستونزي حل او رامنځته شوي اسانتیاوې و ارزوي.