د کابل گمرک ریاست لپاره نوی رئس معرفي شو
29 میزان 1404
د مالیې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء لوړ مقام په منظورۍ یعقوب شاه اغا ( جارالله ) چې د کابل ګمرک د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی، تېره ورځ د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید او گمرکونو لوی رئیس الحاج مولو ي محمد حامد احمد له لوري د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. د ګمرکونو او عوایدو معین نوي ټاکل شوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او د مخکني رئیس د کړونو او لاسته راوړنو ستاینه یې وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې یې وویل چې په اسلامي نظام کې تغییر او تبدیل یو منل شوی اصل دی او تطبيقول یې پر موږ ټولو لازم دی. د کابل ګمرک نوي ټاکل شوي رئیس د مشرانو څخه د مننې ترڅنګ د ښه خدمت کولو ژمنه وکړه. د یادونې وړ ده، چې یعقوب شاه اغا ( جارالله ) په ګمرکي چارو کې پوره کاري تجربه لري او نوموړی د نیمروز ګمرک د رئیس په توګه هم دنده تر سره کړې ده.