د اقتصادي وزارتونو او ادارو په کړنو د څار کمېټې لومړنۍ ناسته وکړه
24 میزان 1404
د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو په کړنو د څار کمیټه جوړه شوې ده. د یادې کمیټې لومړنۍ ناسته د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د اقتصادي وزارتونو او ادارو د با صلاحیته استازو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه. په دې ناسته کې په اړوندو ادارو کې هیوادوالو ته د لا ډیرو اسانتیاوو په رامنځته کولو، د کارونو د ځنډ څخه د مخنیوي پر لارو چارو، د مراجعینو لپاره د لازمو لارښودونو په جوړولو او د شته ستونزو په حلولو خبرې وشوې او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او د هیوادوالو د ستونزو د حل په برخه کې د کمیټې ناستې مهمې وبلل شوې په پای کې د اړوندو وزارتونو او ادارو څخه د ګډې تخنیکي کمیټې د جوړولو پرېکړه وشوه، څو یاد موضوعات وڅیړي او راپور یې راتلونکي ناستې ته وړاندې کړي.