په تېرو دو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

G2pEMYvXYAA2alg.jpeg

15 میزان 1404

 د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دو اونیو کې د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۲۲۷۶۶) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۱۰۳) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۱۲۳۶۹) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۱۱۳۸) کیلو ګرامه نوې البسه، (۶۸۰) کیلو ګرامه پنیر، (۱۵۰) کیلو ګرامه د وچې میوې د بسته بندۍ پلاستیک، (۴۴۱) کیلو ګرامه هګۍ، (۸۴۰) کیلو ګرامه تینر، (۱۳۲) کیلو ګرامه رُب، (۱۰۰) کیلو ګرامه د چلم میوه، (۵۸۵) کیلو ګرامه تمباکو، (۱۵۰) کیلو ګرامه د کبانو غوښه، (۶۳) کیلو ګرامه ملایی او (۶۶۶) کیلو ګرامه خالي کاغذي قوطۍ شاملې دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.