د ګمرکونو لوی رئیس د بلخ له والي سره وکتل
6 میزان 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چې په رسمي سفر بلخ ولایت ته تللی و، هلته یې د یاد ولایت په مقام کې د بلخ له والي الحاج ملا محمد یوسف وفا سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاو په رامنځته کیدو او د دوی د ستونزو په حلولو، په هیواد کې د سوداګرۍ په ودې، د ګمرکي عوایدو په لا زیاتوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې. همدا شان د ګمرکونو لوی رئیس په دې سفر کې عبدالحکیم (شمس الحق)، چې د مالیې وزارت په وړاندیز او ا.ا.ا د ریاست الوزراء لوړ مقام په منظورۍ د بلخ ګمرک د رئیس په توګه ټاکل شوی د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپیژنده. نوموړي د بلخ ګمرک د پخواني رئیس مولوي محمد عبدالله بلال د تر سره شویو کړنو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او نوي ټاکل شوي رئیس ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه. د ګمرکونو لوی رئیس د بلخ ګمرک کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له نوي ټاکل شوي رئیس سره هر اړخیزه همکاري او همغږي وکړي. د یادونې وړ ده، چې عبدالحکیم (شمس الحق) په ګمرکي چارو کې پوره کاري تجربه لري او له دې وړاندې د فراه، نیمروز او کابل ګمرکونو د رئیس په توګه یې دندې تر سره کړي