په تېرو دو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

Untitled.jpg

31 سنبله 1404

 د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دو اونیو کې د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي،  چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۲۷۸۲) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۱۱۵۷) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۵۵۰) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۶۸۲۳) کیلو ګرامه مالګه، (۷۱۴) کیلو ګرامه پنیر، (۱۷۵۰) کیلو ګرامه د وچې میوې او رول پلاستیک، (۴۳۶) کیلو ګرامه شامپو، (۲۱۰) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۲۷۸۳) کیلو ګرامه رخت، (۶۵۰) کیلو ګرامه ملایی، (۳۳۰) کیلو ګرامه هګۍ، (۱۰۴۳) کیلو ګرامه پاکټي شیدې، (۴۳۲۰) کیلو ګرامه د دیګ مساله، (۳۷۵) کیلو ګرامه د ګازرو تخم، (۸۸) کیلو ګرامه نوی البسه، (۴۰) کیلو ګرامه د مخ کریم، (۳۷۵) کیلو ګرامه اچار، (۴۰۰) کیلو ګرامه خرما، (۳۰) کیلو ګرامه صابون او (۱۰) کیلو ګرامه مکروني شامل دي. همدا شان د اسلام کلا سرحدي کارکوونکو هم د (۷۵) ځیرکو مبایلونو د قاچاق مخنیوی کړی. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.