د مالیې وزارت او خصوصي سکټور ګډې کمېټې د ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه

معينيت تعمير.jpeg

30 سنبله 1404

د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د مالیې وزارت او خصوصي سکټور ګډې کمېټې د استازو ترمنځ د ستونزو د حل په موخه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کې وشوه. په دې ناسته کې د سوداګرۍ او پانګونې، د کانونو او صنایع، د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او پانګونې او د هټيوالو او کسبګرو د خونو استازو، د ګمرکونو او عوایدو لویو رئیسانو او نورو مسئولینو ګډون کړی وو. د ناستې په پیل کې ښاغلي سعید ټینګار وکړ، چې مسئولیت ستر امانت دی او باید په اهلیت ترسره شي. نوموړي وویل، مسئولین باید د ولس خدمت خپله اصلي موخه وبولي او هیڅکله د ستړیا احساس ونه کړي. هغه د یادو خونو له استازو څخه وغوښتل، چې خپلې ستونزې د ژر حل کېدو په موخه نېغ په نېغه له موږ سره شریکې کړي. ښاغلي سعید د دواړو لوریو ترمنځ پر ګډې همغږۍ او لازمې همکارۍ ټینګار وکړ. ور پسې په بېلابېلو برخو کې د یادو څلور واړو خونو پر شته ستونزو او حل لارو هر اړخیز بحث او لازمې پرېکړې وشوې. همداشان د ګمرکونو او عوایدو د لویو ریاستونو له لوري د ګمرکي طی مراحلو او د مالیې د ورکړې په برخو کې د یو شمېر ستونزو یادونه وشوه، چې د خصوصي سکټور د استازو له لوري د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو. د یادونې وړ ده، چې یادې ناستې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم له مخې د مالیې وزارت او د خصوصي سکټور ترمنځ د ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.