د پکتیا ولایت د ډنډ پټان په ګمرک کې یو باب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
26 سنبله 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د پکتیا ولایت د ډنډ پټان په ګمرک کې د (۸.۳) میلیونه افغانیو په ارزښت یو باب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. یاد جومات، چې په دوه پوړونو کې په عصري ډول جوړ شوی په یو وخت کې (۶۷۰) کسان په کې لمونځ کولی شي او تر څنګ یې د اوداسه لپاره مجهر ځای او نور اړین امکانات هم لري. د یادولو وړ ده، چې د یاد جومات د جوړیدو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول شوې او چارې یې د یو افغاني شرکت له لوري بشپړې شوي دي.