د روان مالي کال د زمري په میاشت کې د ګمرکونو چارو (۱۳) سلنه پرمختګ کړی

معينيت تعمير.jpeg

25 سنبله 1404

د روان ۱۴۰۴ مالي کال د زمري په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو، امرینو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړې وو. په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې ګمرکي چارې د پخوا په پرته ښې شوي دي او ګمرکي عواید هم ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې دي. نوموړي په دې برخه کې د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو له صادقانه کړنو او فعالیتونو څخه مننه وکړه. همدا شان د ګمرکونو لوی رئیس سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاو د رامنځته کیدو، د ګمرکي تخلف څخه د مخنیوي او د کارکوونکو د هڅونې په برخو کې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل. له اجنډا سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې ریاست له لوري د روان مالي کال د زمري په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په دې موده کې د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې کړل چې په دې راپور کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ګمرکونو چارې (۱۲.۸) سلنه مثبتې وښودل شوې. همدا رنګه د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول، چې د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.