د آقینې په ګمرک کې د شاوخوا (۷۳) میلیونه افغانیو په ارزښت سترې پروژې بشپړېدونکي دي!

Untitleed.jpg

23 سنبله 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست، چې د شاوخوا (۷۳،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کې د چاپېره دېوال او ټاورونو، د ارشیف ودانۍ او د درې بابه استوګنیزو کورونو د جوړولو پروژې پیل کړې وې، بشپړېدو ته نږدې او چاري یې (۹۰) سلنه مخته تللي دي. د یادو پروژو په پلي کېدو سره به د سوداګریزو توکو او ګمرکي سندونو د خوندي ساتلو ترڅنګ سوداګرو، موټر چلوونکو او د ګمرک کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي. د دغو پروژو مالي لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او پاتې چارې به یې هم ژر پای ته ورسېږي.