د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې یوه اندازه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول شول

سوختن.jpg

17 سنبله 1404

د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۱۲۶.۷) ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي، چې د یاد ګمرک په هنګرونو کې یې شتون درلود د اړوندو ادارو د با صلاحیته استازو په حضور کې وسوځول شول. همدا شان (۹۶) ټنه تاریخ تېره زراعتي خاوره، چې پخوا یاد ګمرک ته راوړل شوې وه هم له منځه یوړل شوه. د یادولو ده، چې د یادو توکو یوه اندازه په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل شوي ول او یوه اندازه یې له بهرنیو هیوادونو څخه تاریخ تېر را وارد شوي ول، چې د ګمرک په هنګرونو کې ساتل کېدل.