د ګمرکونو لوی ریاست اتمه اداري ناسته وشوه!

معينيت تعمير.jpeg

17 سنبله 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ، د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۴) کال اتمه اداري ناسته په دغه ریاست کې وشوه. 
د ناستې ګډونوال؛ د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالان، رئیسان او یو شمېر آمرین ول، چې د ګمرکي عوایدو په لا زیاتولو، د هیواد په ګمرکونو کې د درملو د ساتنې له پاره د مناسبو ځایونو په جوړولو، د صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي توکو په ګمرکي طی مراحلو کې پر شته ستونزو او حل لارو، د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو په حلولو، د یاد ریاست د مرکزي او ولایتي ادارو د ورځنیو چارو په لا ښه کولو، د هیواد په ګمرکونو کې د سوداګریزو توکو د طی مراحلو په چټکولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو یې بحث او لازمې پرېکړې وکړې.
همداشان په دې ناسته کې د چنګاښ او زمري په میاشتو کې د خطر د کمېټو راپور هم د ناستې ګډونوالو ته ور واورول شو.