د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ په ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبري وشوې!
17 سنبله 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ شپږمه ناسته د دغه معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
په دې ناسته کې، چې د اړوندو ریاستونو مسئولینو ګډون کړی وو، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین خبرې وکړې او ویې ویل، چې د مسئولینو د صادقانه هڅو په پایله کې ملي عواید ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دي او په چارو کې لازمه همغږي رامنځته شوې ده. همداشان نوموړي په ځینو برخو کې مسئولینو ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.
ورپسې د کارګو شرکتونو د بررسۍ او مالیاتو د ورکړې پر څرنګوالي، صنعتي فابریکو ته د دوه سلني انتفاعي مالیې د ورکړې او په ځینو ادارو کې د غیر مالیاتي عوایدو د سیسټمي کولو په اړه د ټاکل شویو پلاوو راپورونه وړاندې شول، چې په اړه یې تر هر اړخیز بحث وروسته لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه په دې ناسته کې د عالیقدر امیرالمؤمینین (حفظه الله تعالی) له حکم سره سم د جوازونو د ورکړې له پاره د ځانګړو تګلارو پر جوړېدو، په خپل وخت د کورنۍ پلټنې د پلټنو د پایلو او سپارښتنو پر پلي کېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې او لازمي پرېکړې وشوې.