په تېرو دوو اونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

قاچاق-۲۲.jpg

10 سنبله 1404

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د ننګرهار، هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه  قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۵۷۸۱) کیلو ګرامه انساني او زراعتي درمل، (۹۷۹۰) کیلو ګرامه شامپو او د مخ کریم، (۲۶۷۰۰) کیلو ګرامه ملایی، (۶۸۰۰) کیلو ګرامه مالګه، (۱۷۳۴) کیلو ګرامه پنیر، (۲۵۵۰) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۲۰۰۰) کیلو ګرامه د ماشومانو پمپرونه، (۲۴۴۴) کیلو ګرامه بوتلي کورت، (۱۹۹۰) کیلو ګرامه چیني لوښي، (۱۱۱۳) کیلو ګرامه د چلم میوه، (۸۲۲) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۶۰۰) کیلو ګرامه کاکو، (۲۳۵۸) کیلو ګرامه نخي تار، (۴۲۰۰) کیلو ګرامه پوښ لرونکي سیم، (۱۱۸۳) کیلو ګرامه کاشي، (۶۰۰) کیلو ګرامه واسلین، (۵۳۴) کیلو ګرامه کشک، (۸۸۲) کیلو ګرامه د مزایکو پوډري رنګ، (۱۲۴۲) کیلو ګرامه د تینر مواد، (۶۹۷) کیلو ګرامه د ماشومانو د لوبو اسباب، (۵۲۹) کیلو ګرامه د جوس پایپونه، (۴۸۰) کیلو ګرامه رُب، (۳۵۰) کیلو ګرامه پلاستیکي خالي بوجۍ، (۷۶۵) کیلو ګرامه د روح افزا شربت، (۳۴۰) کیلو ګرامه بنجاره باب، (۳۸۰) کیلو ګرامه پلاستیکي پایپونه، (۲۹۴) کیلو ګرامه خالي بوتل، (۴۹۵) کیلو ګرامه د لوښو وینځلو مایع، (۱۶۰) کیلو ګرامه د غاښونو کریم، (۱۰۰) کیلو ګرامه نوې البسه، (۱۰۰) کیلو ګرامه صابون او (۷۴) کیلو ګرامه پلاستیکي تار شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.