د افغانستان د کانونو د صادراتي توکو بهیر برېښنایي شو!

معينيت تعمير.jpeg

1 September 2025

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د کانونو د صادراتي توکو د بهیر له پاره د اسیکوډا په سیسټم کې نوی ماډیول جوړ او د کانونو او پیټرولیم وزارت له سیسټم سره یې وصل کړ. د کانونو د صادراتي توکو بهیر تر دې وړاندې په فزیکي ډول ترسره کېده، چې اوس مهال به په برېښنایي او معیاري ډول د اسیکوډا سیسټم له لارې تر سره کېږي. د دغې پروسې برېښنایي کېدل به د کانونو د صادراتي توکو په بهیر کې لا روڼتیا رامنځته او د اړوندو چارو د چټکتیا ترڅنګ به د صادروونکو له پاره ګڼې اسانتیاوې هم ولري. هغه مهال چې د کانونو د صادراتي توکو بهیر په فزیکي ډول ترسره کېده؛ د موادو په وزن، بیې، تعرفوي کوډ او صادروونکي شرکت باندې پوره کنټرول نه کېده، چې له دې وروسته یې ټول پړاوونه تر څار لاندې او د سیسټم له لارې به ترسره کېږي.