Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي د ننګرهار محصولي او تورخم ګمرکونو ورځنۍ چارې و ارزولې! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي د ننګرهار محصولي او تورخم ګمرکونو ورځنۍ چارې و ارزولې!

معينيت تعمير.jpeg

3 سنبله 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال مفتي ضیاءالرحمن فاروقي په مشرۍ تخنیکي پلاوي د ننګرهار محصولي او تورخم ګمرکونو، د روانو چارو تخنیکي څارنه او ارزونه وکړه؛ ترڅو شته ستونزې معلومې او د حل له پاره یې اقدام وشي. تللي پلاوي د ګمرکي طی مراحلو په برخه کې د ننګرهار محصولي او تورخم ګمرکونو د مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او خپلې سپارښتنې یې هم له دوی سره شریکې کړې. دغه شان نوموړي پلاوي، د مسئولو کارکوونکو ارزونه هم وکړه. او دوی ته یې په اړونده برخه کې عملي او نظري روزنه ورکړه. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی ریاست تردې وړاندې هم بېلابېلو ګمرکونو ته د ګمرکي چارو د څارنې او ارزوني په موخه تخنیکي پلاوي استولي او دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.