Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار له والي سره ولیدل! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار له والي سره ولیدل!

معينيت تعمير.jpeg

2 سنبله 1404

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چې په رسمي سفر کندهار ولایت ته تللی، هلته یې د دغه ولایت په مقام کې د کندهار له والي حاجي ملا صاحب سره هم لیدلي. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګمرکي چارو پر لا ښه کېدو، د سوداګرو د ستونزو پر حلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې، سربېره پر دې مولوي منصور الحق ذاکر، چې د مالیې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د کندهار ګمرک د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی د دې سفر په لړ کې د کندهار د والي مرستیال او د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازو په حضور کې اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په چارو کې د بریالیتوب دعا ورته وشوه. د دې ترڅنګ د کندهار ګمرک له کارکوونکو څخه وغوښتل شول، چې له نوي ټاکل شوي رئیس سره په چارو کې هر اړخیزه همکاري وکړي. همدارنګه د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي له لوري د یاد ګمرک پخواني رئیس ته د تقدیر پاڼې په ورکولو سره د نوموړي د کړنو او فعالیتونو ستاینه هم وشوه. د یادونې وړ ده، چې مولوي منصور الحق ذاکر په ګمرکي چارو کې بشپړه کاري تجربه لري او تر دې وړاندې یې د ننګرهار ګمرک د رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.