Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ننګرهار ګمرک ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ننګرهار ګمرک ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

ننګرهار ریاست.jpeg

29 اسد 1404

د مالیې وزارت په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء لوړ مقام په منظورۍ حافظ شاه حسین حسیني، چې د ننګرهار ګمرک لپاره د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی، نن د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري، چې د ننګرهار ولایت د والي مرستیال هم شتون درلود د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. د ګمرکونو او عوایدو معین نوي ټاکل شوي رئیس ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او د ننګرهار ګمرک کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له نوي ټاکل شوي رئیس سره هر اړخیزه همکاري او همغږي وکړي. د ننګرهار ولایت د والي مرستیال هم په خپلو خبرو کې له نوي ټاکل شوي رئیس سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ. د یادونې وړ ده، چې حافظ شاه حسین حسیني له دې وړاندې د ګمرکونو او عوایدو معینیت اړوند د عوایدو لوی رئیس په توګه دنده تر سره کوله.