په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي
27 اسد 1404
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۲۷۹۷۶) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۷۱۸۴) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۵۵۲) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۳۱۱۹) کیلو ګرامه مالګه، (۷۳۶) کیلو ګرامه پنیر، (۲۱۰۰) کیلو ګرامه هګۍ، (۲۷۰) کیلو ګرامه خالي پلاستیکي قوطي، (۹۶) کیلو ګرامه د چلم میوه، (۲۸۰) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، (۵۰۰) کیلو ګرامه اچار، (۱۶۰) کیلو ګرامه نوې البسه، (۵۶۵) کیلو ګرامه شامپو، (۱۵۰) کیلو ګرامه لوبیا (۴۰۰) کیلو ګرامه د جوسانو پیپ او (۷۰) کیلو ګرامه رُب شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.