Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي د بلخ، اقینې او کندز ګمرکونو د بهرني ترانزیټ له طی مراحلو څخه څارنه وکړه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي د بلخ، اقینې او کندز ګمرکونو د بهرني ترانزیټ له طی مراحلو څخه څارنه وکړه

معينيت تعمير.jpeg

27 اسد 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي بلخ، اقینې او کندز ګمرکونو ته په خپل رسمي سفر کې د یادو ګمرکونو د بهرني ترانزیټ (T2) له ګمرکي طی مراحلو څخه تخنیکي څارنه او پلټنه وکړه تر څو شته ستونزې معلومې او د حل لپاره یې اقدام وشي. نوموړي پلاوي د بهرني ترانزیټ په برخه کې د مسؤلو کارکوونکو ارزونه هم وکړه او دوی ته یې په یاده برخه کې عملي او نظري روزنه ورکړه. تللي پلاوي په ورځنیو چارو کې د بلخ، اقینې او کندز ګمرکونو د مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واوریدل او خپلې سپارښتنې یې هم له دوی سره شریکې کړې. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی ریاست له دې وړاندې هم بېلابېلو ګمرکونو ته د ګمرکي طی مراحلو څخه د څارنې او ارزونې په موخه تخنیکي پلاوي استولي دي، چې دا لړۍ به په راتلوونکې کې هم دوام ولري.