د روان مالي کال د چنګاښ په میاشت کې د ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه
25 اسد 1404
د روان ۱۴۰۴ مالي کال د چنګاښ په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو، امرینو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړې وو. په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د قاچاق د مخنیوي، پر خپل وخت سره د باقیاتو په تصفیې، د سوداګرو ستونزو ته د رسیدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. له اجنډا سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې ریاست له لوري د روان مالي کال د چنګاښ په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په دې موده کې د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، چې په دې راپور کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ګمرکونو چارې (۲.۴) سلنه مثبتې وښودل شوې. همدا رنګه د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول، چې د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.