د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه!

معينيت تعمير.jpeg

18 اسد 1404

د زمري ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ پنځمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کې وشوه. په دې ناسته کې چې د یادو ریاستونو مسئولینو ګډون کړی وو، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له اړوندو امارتي ادارو سره د چارو د ښه والي په موخه د لازمې همغږۍ رامنځته کولو، د ملي عوایدو زیاتولو او هیوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې مسئولینو ته سپارښتنې وکړې. ورپسې د عوایدو لوی ریاست ته د کنټرول او کیفیت ریاست د عوایدو د لېږد په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور وړاندې او پر دې سربېره د کارګو شرکتونو د بررسۍ پر څرنګوالي، د ټرانزیټي او بار وړونکو شرکتونو پر باقیاتو، د هیواد په هغو سیمو کې، چې بانکي خدمات نه لري د مالیې د اخیستلو پر څرنګوالي او یو شمېر نورو اړینو موضوعات بحث او لازمې پرېکړي وشوې. د یادونې وړ ده، چې دغه ناستې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د لا همغږۍ په موخه جوړېږي، چې ورته ناستې به په راتلونکې کې هم دوام ولري.