د آقینې او کندهار سرحدي ګمرکونو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل شول!
15 اسد 1404
د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د آقینې او کندهار سرحدي ګمرکونو کارکوونکو ته یوه میاشتني روزنیز پروګرامونه پيل شول. په دغو روزنیزو پروګرامونو کې له آقینې ګمرک څخه (۶۰) تنو او د کندهار له سرحدي ګمرک څخه (۳۵)تنو ګډون کړی، چې په لړ کې به یې ګډونوالو ته ګمرکي قوانین، طرزالعملونه، فورمونه او اړوند نور مسایل په عملي او نظري ډول تشرېح او تدریس شي. د یادونې ده، چې د دغو پروګرامونو په ترسراوي سره به د یادو کارکوونکو وړتیاوې لوړې او په کاري پروسو کې به د پام وړ روڼتيا او پرمختګونه رامنځته شي.