تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

دستګیری مواد.jpg

14 اسد 1404

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۱۱۸۴۰) کیلو ګرامه انساني او زراعتي طبي درمل، (۴۸۹۵) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۲۵۷۵) کیلو ګرامه ملایي، (۱۰۷۸) کیلو ګرامه رخت، (۱۳۲۰) کیلو ګرامه مۍ/ماش،(۶۲۵) کیلو ګرامه خام نخود، (۳۰۰) کیلو ګرامه پلاستیک، (۳۲۴) کیلو ګرامه بیسکوټ، (۳۶۰) کیلو ګرامه کچپ، (۲۰۴) کیلو ګرامه خوراکي پوډر، (۱۶۲) کیلو ګرامه د چلم میوه، (۱۴۴) کیلو ګرامه تمباکو، (۹۹۰) کیلو ګرامه پنیر او (۴۰) کیلو ګرامه نوې البسه شامله ده. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.