د تورخم په ګمرک کې د لوړ ټناژ تله جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

ترازو تورخم.jpg

11 اسد 1404

د ګمرکونو لوی ریاست د (۳.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د تورخم په ګمرک کې د وارداتي توکو د وزن معلومولو لپاره یوه پایه د لوړ ټناژ تله جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله. یاده تله، (۲۲) متره اوږد والی او (۳) متره پلن والی لري، چې د (۱۲۰) ټنه وزن معلومولو وړتیا لري. د یادې تلې په جوړولو سره به د ملي عوایدو له ضایع کیدو او اضافه وزن څخه مخنیوی وشي او تر څنګ به یې د سوداګریزو توکو په ګمرکي طی مراحلو کې هم چټکتیا رامنځته شي. د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول شوې او چارې یې د یو افغاني شرکت له لوري بشپړې شوې.