د اقینې ګمرک د موټرونو تم ځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
7 اسد 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د نږدې (۲۹) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د اقینې ګمرک د موټرونو تم ځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره. د موټرونو یاد تم ځای، چې په (۵.۵) جریبه ځمکه کې جوړ شوی او په اساسي ډول په کې کانکریټ اچونه شوې. تر څنګ یې شنه ساحه، د اوبو اساسي ویالې او د برېښنا سیسټم هم لري. د موټرونو دا تم ځای په یو وخت کې د (۹۰) بار وړونکو موټرونو د درېدو ظرفیت لري، چې له دې وروسته به موټر چلوونکو، سوداګرو او د سوداګریزو توکو د تشریح به برخه کې د ګمرک کارکوونکو ته ګټې اسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول شوی، او چارې د یو افغاني شرکت له لوري په نږدې یوه کال کې بشپړې شوې.