د ولایتي ګمرکونو له مسئولینو سره مشورتي ناسته وشوه!
6 اسد 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ولایتي ګمرکونو له مسئولینو سره د ګمرکي چارو د لا ښه والي په موخه مشورتي ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، رئیسانو او د ولایتي ګمرکونو مسئولینو ګډون کړی وو.
په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین په صادقانه ډول د چارو د تر سره کولو او د خپلمنځي همغږۍ په را منځته کېدو د ولایتي ګمرکونو له مسئولینو مننه وکړه. نوموړي د چارو د ښه والي په موخه د مسئولینو ترمنځ د مشورو، د سوداګرو او کارکوونکو د ستونزو اورېدو او پر خپل وخت سره د دوی ستونزو ته د رسېدنې، په جدیت سره د احکامو او فرامینو د پلي کېدو، د ملي عوایدو له ضایع کېدو څخه د مخنیوي او د خپلو کارکوونکو له چارو څخه د څارنې په برخو کې د ولایتي ګمرکونو مسئولینو ته سپارښتنې وکړې.
ور پسې د تېر کال د مشورتي ناستې موضوعات و ارزول شول او همدارنګه د سوداګریزو توکو د چټکو طی مراحلو له پاره له اړوندو ادارو سره د لازمې همغږۍ په رامنځته کولو، په ګمرکونو کې سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو، په هیواد کې د سوداګرۍ پر لا ودې، د هیواد په ګمرکونو کې د پراختیایي پروژو پر پلي کېدو، له ګمرکي سرغړونو څخه پر مخنیوي، د کارکوونکو د وړتیا پر لوړولو او یو شمېرو نورو اړوندو موضوعاتو بحث او سلا مشورې وشوې او په تړاو یې لازمې پرېکړې وشوې.
د یادولو وړ ده، چې په دې ناسته کې د ولایتي ګمرکونو ستونزې هم واورېدل شوې، چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري د ژر حلولو ډاډ ورکړ شو.