د ګمرکونو لوی رئیس کندهار او نیمروز ولایتونو ته رسمي سفر وکړ!
2 اسد 1404
د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چې په رسمي سفر کندهار او نیمروز ولایتونو ته تللی، هلته یې د یادو ولایتونو له مسئولینو او سوداګرو سره د لیدنې ترڅنګ د کندهار، سپین بولدک او نیمروز ګمرکونو له چارو څخه هم لیدنه وکړه. نوموړي د کندهار او نیمروز ولایتونو د مقام له مسئولینو سره په لیدنو کې د ګمرکي عوایدو پر زیاتوالي، سوداګرو ته د غوره خدمتونو پر برابرولو او د قاچاقي توکو په مخنیوي بحث او خبرې وکړې. د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار او نیمروز ولایتونو د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسئولینو سره په لیدنو کې په ګمرکونو کې د سوداګرو شته ستونزې واورېدې او د ژر حل کېدو ډاډ یې ورکړ. همداشان نوموړي د یادو ولایتونو د ګمرکونو مسئولینو او کارکوونکو ته د چارو د لا ښه والي په موخه اړینې سپارښتنې هم وکړې. د ګمرکونو لوی رئیس نیمروز ولایت ته په خپل سفر کې مولوي علي احمد منیب، چې د مالیې وزارت مقام په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء لوړ مقام په منظورۍ د نیمروز ګمرک د رئیس په توګه ټاکل شوی، د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپیژانده او دوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې په اړوندو چارو کې له نوي ټاکل شوي رئیس سره هر اړخیزه همکاري وکړي. د یادولو ده، چې مولوي علي احمد منیب له دې وړاندې د کابل ګمرک د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.