تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

qajaq-10.jpg

1 اسد 1404

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۹۱۷۸) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۱۵۲۱۲) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۴۷۶۵) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۳۶۰۰) کیلو ګرامه ښیښه یې مردکۍ، (۱۷۵۰) کیلو ګرامه اوړه، (۸۴۲) کیلو ګرامه د چلم میوه، (۱۸۰) کیلو ګرامه نوې البسه، (۱۵۰) کیلو ګرامه د دیګ مساله، (۱۰۰) کیلو ګرامه انرژي باب، (۱۲۱) کیلو ګرامه رُب، (۹۰) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، (۸۰) کیلو ګرامه شامپو، (۶۲) کیلو ګرامه خالي کارټن، (۳۰) کیلو ګرامه ملایې او (۲۲) عرادې موټرسایکلونه شامل دي