Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د هیواد په څلورو ګمرکونو کې د نږدې (۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سړخونو د بیارغونې پروژه پیل شوه! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د هیواد په څلورو ګمرکونو کې د نږدې (۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سړخونو د بیارغونې پروژه پیل شوه!

معينيت تعمير.jpeg

31 سرطان 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۴،۹) میلیونه افغانیو په ارزښت د (هرات، نیمروز، خوست او ننګرهار) په ګمرکونو کې د سړخونو د بیا رغونې پروژه پیل کړه.
د یادو سړخونو په رغېدو سره به د سبزیو، تازه مېوو، خوراکي توکو او درملو د خوندي او غوره ساتنې په برخه کې سوداګرو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د دې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
د یادولو ده، چې د مالیې وزارت له لوري د هیواد د ګمرکونو د عصري کولو، بیارغونې او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه بېلابېلي پراختیایي پروژې پلي شوي او یو شمېر یې د پلي کېدو په حال کې دي.