د کابل هوايي ډګر ګمرک کارکوونکو ته جوړ شوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد!

academy.jpeg

30 سرطان 1404

د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د کابل هوايي ډګر د ګمرک کارکوونکو ته جوړ شوی (۲۶) ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد. د دغه پروګرام په لړ کې ګډونوالو ته د مجربو ښوونکو له لوري ګمرکي قوانین، ګمرکي اصطلاحات، د مسافرینو د مجازو اموالو او زینتي زېوراتو د انتقال طرزالعملونه، د سرو زرو د لنډمهال صادراتو طرزالعملونه، د ګمرکي عوارضو لارښود او یو شمېر نور اړوند اړین موضوعات تدریس او تشرېح شول. د یادونې وړ ده، چې د دغه پروګرام ګډونوال (۲۰)تنه وو او له دې وروسته به د یادو کارکوونکو وړتیاوي لوړي او په کاري پروسو کې به د پام وړ رونټيا او پرمختګونه رامنځته شي.