د روان مالي کال په لومړنۍ ربعه کې د ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه!

معينيت تعمير.jpeg

28 سرطان 1404

 د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د روان (۱۴۰۴هـ.ل) مالي کال په لومړنۍ ربعه کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته نن د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وشوه. په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی رئیس مولوي محمد حامد احمد، د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو، آمرینو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړی وو. په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو له صادقانه کړنو څخه مننه وکړه. نوموړي د بهرني ټرانزیټ، د تخلف د مخنیوي او د پرچون توکو په برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه او په دې اړه یې د ګمرکونو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. ورپسې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې ریاست له لوري د روان مالي کال په لومړنۍ ربعه او د همدې کال د غبرګولي په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو؛ په یاده موده کې د عوایدو راټولیدو،د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې شول. همدا رنګه د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول، چې د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.