د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه!

معينيت تعمير.jpeg

25 سرطان 1404

 د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معين الحاج مفتي عبدالمتين سعيد په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴هـ.ل) کال د همغږۍ څلورمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کې وشوه. په دې ناسته کې، چې د اړوندو ریاستونو مسئولینو ګډون کړی وو، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین مسئولینو ته د چارو د لا ښه والي په موخه اړینې سپارښتنې وکړې. ورپسې د تېرې ناستې د پرېکړو په اړه ټاکل شویو کمېټو د خپلو اجراآتو راپور وړاندې کړ، چې تر هر اړخیز بحث وروسته د رهبري له لوري لازم هدایات ورته وشول. همدارنګه په دې ناسته کې د پخوانیو مصارفاتي، مالیاتي او ګمرکي باقیاتو د حصول پر څرنګوالي، د صنعتي فابریکو پر واردېدونکو خامو موادو د (۲) سلنې انتفاعي مالیې، د سوداګریزو شرکتونو د (۱۱۰) سلني د تضمین پیسې، چې په امانتي بانکي حساب کې پاتي دي او د خپلو جوازونو تصفیې ته نه حاضرېږي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه دا ناستې جوړېږي، چې ورته ناستې به په راتلوونکي کې هم دوام ولري.