تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي!
24 سرطان 1404
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې ځیرکو کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، نیمروز، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې د قاچاق کوونکو له خوا له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېدل. په نیول شویو توکو کې (۶۱،۶) ټنه مالګه، (۱۷۸۴۳) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۰۰۰۰) کیلو ګرامه نشه یي مواد، (۲۵۱۶) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۵۴۶) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۸۰۰) کیلو ګرامه لواشک،(۵۰۰) کیلو ګرامه شامپو، (۳۰۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۲۳۸) کیلو ګرامه رُب، (۲۲۲) کیلو ګرامه بيسکوټ، (۱۴۵) کیلو ګرامه سوډا او (۹۹) کیلو ګرامه د کالیو وینځلو صابون شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.