د ګمرکونو او عوایدو معین د هیواد شمالي ولایتونو ته سفر وکړ
23 سرطان 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یو پلاوي په مشرۍ، چې د ګمرکونو لوی رئیس او یو شمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله، د هیواد شمالي ولایتونو؛ بغلان، سمنګان او بلخ ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د ولایتي مسؤلینو سره وکتل. د ګمرکونو او عوایدو معین او مل پلاوي یې د بغلان او سمنګان ولایتونو له والیانو او مستوفیانو سره د ليدنو سربېره، د بلخ ولایت له والي، د دغه ولایت د مستوفيت له مسؤلینو، د ګمرک له رئیس او ددې ولایت له سوداګرو سره هم په جلا توګه وکتل او په یاد ولایت کې یې د شاوخوا (۲۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د هنګر جوړونې پروژې له چارو څخه هم له نږدې ليدنه وکړه. ښاغلي سعید د یادو ولایتي برخو مسئولینو ته په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د اړوندو چارو د ترسره کولو، پر وخت د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو، د ولایتي ادارو ترمنځ په اړوند چارو کې د اړینې همغږۍ رامنځته کولو، په شفاف ډول د عوایدو د راټولولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې. نوموړي د ولایتي مسئولینو او سوداګرو ستونزي واورېدې او ورته د اصولي رسېدني ډاډ يې ورکړ.