Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یوه اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یوه اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

ګرفتاری قاچاق-۱۱.jpg

17 سرطان 1404

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۸۶۶۴) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۱۳۲۳۴) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۱۷۳۲۰) کیلو ګرامه رُب، (۶۴۰) کیلو ګرامه شامپو، (۷۲۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۳۶۰) کیلو ګرامه پلاسټیک، (۲۹۰) کیلو ګرامه انرژي باب او (۲۴۰) کیلو ګرامه خوراکي مالګه شامله ده. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.