Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ډنډپټان په ګمرک کې د (۸،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ شو! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ډنډپټان په ګمرک کې د (۸،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ شو!

برق سولری.jpg

15 سرطان 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۸،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا ولایت ډنډ پټان په ګمرک کې د (۹۰) کیلو واټه په ظرفیت سره د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره. تر دې وړاندې د یاد ګمرک برېښنا د جنراټور له برېښنا څخه چمتو کېده، چې دغه جنراټور د (۱۶) ساعته فعالیت په اوږدو کې په منځني ډول په ساعت کې د (۸) لېټرو ډېزلو په مصرفولو سره د ورځې (۸۴۴۸) افغانۍ، د میاشتې (۲۵۳۴۴۰) افغانۍ او د کال یې څه باندې دری میلیونه افغانۍ لګښت درلود. د یادې لمریزې برېښنا سیسټم له فعالېدو سره به په کلني ډول په میلیونونو افغانۍ وسپمېږي او ترڅنګ به یې تخنیکي ستونزې هم راکمې شي.
د یادولو ده، چې د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی او چارې یې د یوه افغاني شرکت له لوري ترسره شوي دي.