په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یوه اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

Qajaq-6.jpg

10 سرطان 1404

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۲۸۹۸۷) کیلو ګرامه انساني او زراعتي درمل، (۳۹۹۲) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۱۵۰۰) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۷۵۰۰) کیلو ګرامه اوړه، (۱۰۴۰) کیلو ګرامه د البسو لپاره ځنځیرونه، (۶۰۰) کیلو ګرامه چاکلیټ او (۱۹۰) کیلو ګرامه د مخ کریم شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.